له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۴۶
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې د پروژو له مرستیال انجنیر پامیر صافي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په دې لیدنه کې، محترم ترابي صاحب د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستندویه ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د زیانمنو او مستحقو خلکو د اړتیاوو د رسېدنې بهیر باید داسې تنظیم شي، چې د دې تفاهم‌نامې په چوکاټ کې په پام کې نیول شوې مرستې، په شفاف او په ډېر لنډ وخت کې مستحقو کسانو ته ورسېږي.

په مقابل کې، د افغانستان د خلکو لپاره د بشرپالنې مؤسسې د پروژو مرستیال انجنیر پامیر صافي د پروژو د پلي کېدو په بهیر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مشرتابه او کارکوونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د یادې مؤسسې د اړوندې پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې دا مؤسسه هڅه کوي، تر څو په دې تفاهم‌نامه کې درج شوې ژمنې په شفاف او لازمې چټکتیا سره عملي او د پلي کېدو بهیر په اغېزناکه توګه پر مخ یوسي.

په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه له سروې وروسته، د کندهار ښار او ټولو ولسوالیو ۱۷۲ کورنیو ته، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په ملاتړ، د پېښو او بېړنیو حالاتو د رامنځته کېدو پر مهال د دوو میاشتو لپاره خوراکي مرستې ووېشي.
په دې توګه چې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵۰ کیلو دال او یو کیلو مالګه په پام کې نیول شوې ده.
همدارنګه، هغو کورنیو ته چې ناروغ یې په روغتیايي مرکزونو کې تر رغېدو وروسته د خوړو نړیوال سازمان په روغتیايي کلینیکونو کې ثبت شوی وي، له اقتصادي ستونزو سره هم مخ وي او دې مؤسسې ته ور وپېژندل شي، د درېیو میاشتو لپاره به هرې کورنۍ ته ۲٬۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او شیدې ورکوونکو مېندو او له دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته به تغذيوي مواد ووېشل شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .