له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس نړیوالو بشري مرستو (INTERSOS) موسسې ترمنځ د اووه سوه شپاړس زره او دوه سو اووه شپېته (۷۱۶,۲۶۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۲۴
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د (INTERSOS) مؤسسې له عمومي رییس، محترم ماهر الشون او د مالي مسؤل، عبدالقدوس سیرت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
د ناستې په پیل کې، محترم ترابي صاحب د (INTERSOS) موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک د هېواد له زیانمنوشویو سره د دې بنسټ د مرستو او همکاریو قدردانی وکړ او ټینګار یې وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د دې مؤسسې د فعالیتونو په لړۍ کې د ستونزو د رامنځ ته کېدو په صورت کې همکاریو ته تیاره ده. هغه همدارنګه د دې بنسټ له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د افغانستان زیانمنو خلکو ته خپلې مرستې جاري وساتي. 
ور پسې، د (INTERSOS) مؤسسې عمومي رییس، محترم ماهر الشون د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې پروژې بودیجه د ایټالیا هېواد د پراختیا او همکارۍادارې AICS لخوا ده، چې د INTERSOS په واسطه به تطبیق شي. هغه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تفاهم نامو د چټک لاسلیکولو او همکاریو د ستاينې ترڅنګ د یادې ادارې له رهبرۍ څخه د دې پروژې د پر وخت ترسره کولو په پار مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ تفاهم نامه ټولټال د اووه سوه شپاړس زره او دوه سو اووه شپېته (۷۱۶,۲۶۷) ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د کابل ولایت په ده سبز او سروبي ولسوالیو کې د پېښو له خطر سره مخ په درېیو سیمو کې د ۷۲ کسانو څخه ۶ کمېټې جوړې شي، نوموړي کمیټې به د طبيعي پېښو د خطرونو د کمولو او د طبیعي پیښو په صورت کې د لومړنیو مرستو تر سره کولو په برخه کې روزنه ترلاسه کړي، او د کمېټو غړو ته د ډوډۍ، قرطاسیې، چای او نور اړوند لګښتونو لپاره ۶,۹۱۰ دالرو بودجه ځانګړې شوې ده. 
همدا راز، د ۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت د اړونده سیمو خلکو ته به د ۲۳ قلمه توکي لرونکي د لومړنیو روغتیایي مرستو ۷۳ بستې ورکړل شي. د دې ترڅنګ ۴۵۰ کورنیو ته به ۳۶ قلمه توکي لرونکي ژمني کیټونه وېشل کېږي، او۴۵۰ بېوزله کورنیو ته به د ژمي په دریو میاشتو کې هره میاشت د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کیږي، چې ټولټال بودجه یې یو سل او اته زره (۱۰۸,۰۰۰) ډالره په پام کې نیول شوې ده.
همدارنګه، ۳۰۰ کورنیو ته به ۱۹ قلمه توکي لرونکي د حفظ الصحې کېټونه، چې د هر کیټ قیمت ۴۳ ډالر دی او د ۳۰۰ کیټونو ټولیز قیمت ۱۲۹۰۰ ډالره دی، ووېشل شي.
همدارنګه، د سیلابونو د خطرونو د مخنیوي ۳ کوچنۍ پروژې به پلې کېږي، چې دغه پروژې به د یادو ۶ کمېټو لخوا ډیزاین، ټاکل او تاییدیږي او د کار په بدل کې د نغدو پیسو په بڼه به عملي کېږي، چې د دې لپاره ټولټال د اته اتیا زره او څلور سوه اووه ویشت (۸۸,۴۲۷) ډالرو بودجه ځانګړې شوې ده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲٧هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۹ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دفتر، RRAA او ډاکار مؤسسو په مالي ملاتړ او د ARCIO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د ښار په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF او د GAALO دفتر په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۱۶۹ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .