له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰) یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ټولیز ارزښت یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه ورسره لاسلیک کړه 
 ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسیسې له لوري د طبیعي پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو، د خطرونو د کمولو عاجلو مرستو  په برخو کې همکاري د هېواد د زیان‌منونکو خلکو لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلل.
همدا راز ترابي صاحب ټینګار وکړ چې یاده  تفاهم چي لاسلیک سوه باید ژر تر ژره په اړوند ولایتونو کي پلي سي او اولسونو یې د ګټو څخه برخمن سي.
همدارنګه د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې رئیس عبدالوهاب ارش د تفاهم نامې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او وویل چې دوی د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهاله ملاتړ هوډ لري، نوموړي زیاته کړه چې ورلډ ویژن به د وقایې، بیړنیو مرستو، د ټولني د پیاوړتیا او د خطر کمولو پروګرامونو له لارې د خلګو سره  همکاري کوي.
دیادوني وړه یاده تفاهم نامه چي لاسلیک سوه، له مخي به یې  دبادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ او د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولي ولسوالۍ کي لاندي فعالیتونه ترسره کوي.

1. دکار په بدل کې د نغدي مرستي ویشل ۱۰۰۰ کورنیو ته ترسره کېږي، ۵۰۰ کورنیو ته د بادغیس ولایت  او ۵۰۰ کورنیو ته په فاریاب ولایت کې هره کورنۍ به په دوو پړاوونو کې په څلورو میاشتو کې ۲۲۰ ډالره ترلاسه کوي ۱۱۰ ډالر به هر پړاو کې د دې برخې فعالیتونه به د استنادي دیوالونو جوړول او ترمیم، د اوبو لګولو سیستمونو جوړول او نور ټولګټو کارونه ترسره کول  ټول ارزښت به په دواړو ولایتونو کې ۲۲۰۰۰۰ امریکایی ډالره وي.

2. ۳۰۰۰ کورنیو ته نغدي مرستي  ترسره کېږي چي ۱۵۰۰ کورنیو ته په بادغیس ولایت او ۱۵۰۰ کورنیو ته په فاریاب ولایت هره کورنۍ ته په درې پړاوونو کې د شپږو میاشتو په موده کې ۲۰۰ ډالره ورکول کیږي، ۸۰ ډالر په لومړي پړاو، ۸۰ ډالر په دویم پړاو، او ۴۰ ډالر په درېیم پړاو کې، د دې فعالیت ټول ارزښت په دواړو ولایتونو کې ۶۰۰،۰۰۰ امریکایی ډالره کېږي.

3.د عامه ګټو د پروژو لپاره د تجهیزاتو پېرود او برابرول به ترسره کېږي، چې د اوبو لګولو سیستمونو، استنادي دیوالونو، سربندونو او نورو ټولګټو پروژو لپاره اړین مواد او لوازم لکه بیل، کلنګ، بیلچه، ریسمان، لاس ګاډی، ریګ، سیمنټ، تیږه او داسي نورو وسایلو د ټاکل سویو کلیو لپاره برابر او پېرودل کېږي، د څلورو پروژو جوړولو  لپاره چي دوه پروژه یی په بادغیس ولایت او دوه پروژه یې په فاریاب ولایت  کي دي او اړینه بودجه ۸۰،۰۰۰  امریکایی ډالرو پورې اټکل سوې ده، او د توکو پېرودل به د خلکو د اړتیاوو او ددې ادارې د اړوند ولایتي ریاستونو د وړاندیزونو سره سم وي. 

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۵ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .