له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې تر منځ د درې سوه، یو دېرش زره او څلور سوه او نه ویشت (۳۳۱٫۴۲۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ژغورنې نړیوالې کمېټې له سرپرست؛ محمد عمیر احمر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب د یادې کمېټې په مخکینیو همکاریو خبرې وکړې او مستحقو خلکو ته د مرستو د کچې د زیاتوالي په موخه یې له موسساتو سره د اړیکو په قوي کولو ټینګار وکړ او همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د مرستو بستې باید دومره کوچنۍ نه وي چې د ترلاسه کوونکو د کرایې او نورو مصارفو څخه د هغې ارزښت کم وي.
ورپسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې سرپرست؛ محترم محمد عمیر احمر، له یادې کمېټې سره د دې ادارې د همکاریو په پار د قدرداني کولو ترڅنګ، د خپلې تطبیقېدونکې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې موږ به د دې تفاهمنامې له مخې د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو په همکارۍ، په څلورو ولایتونو کې مستحقو وګړو ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه نغدي مرستې ووېشو.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو بنسټونو تر منځ ټولټال د درې سوه، یو دېرش زره او څلور سوه او نه ویشت (۳۳۱٫۴۲۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې په دوو پړاوونو کې د خوست ولایت ۶۰۸ کورنیو، د لوګر ولایت ۶۶۴ کورنیو او د بامیان ولایت ۸۱۲ کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۸۰ ډالر ووېشل شي او همدارنګه، د کندز ولایت ۴۶۶ کورنیو ته به هم په څلورو قسطونو کې، هرې یوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ۱۶۰ ډالر ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره