له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ښځو د هوساینې او پرمختګ موسسې ترمنځ ټولټال د نولس زره او څلور سوه یو شپېته (۱۹,۴۶۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
news image

نن ماسپښين د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالميار، د ښځو د هوساینې او پرمختګ د مؤسسې له رئیس، محترم انجنیر عزت الله لطيفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم عالميار صاحب د دې ترڅنګ چې د موجوده تفاهم‌نامې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل او ویې وېل، چې د افغانستان خلک مرستې ته اړتیا لري او لازمه ده چې هره اداره تر خپل توان پورې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅې وکړي.
په همدې حال کې، د ښځو د هوساینې او پرمختګ مؤسسې رئیس، محترم انجنیر عزت الله لطیفي، د ادارې د مشرتابه له خوا د مرستندویه موسسو سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې روانه پروژه به په شفافیت او چټکتیا سره پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د نولس زره او څلور سوه یو شپېته (۱۹,۴۶۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده موسسه د کډوالۍ نړیوال سازمان په ملاتړ، د پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې له سروې وروسته، په پنجشیر ولایت کې ۱۴۴ کورنیو او په غور ولایت کې ۵۴ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشي. په دې مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۳.۱ کیلو دال او یو کیلو مالګه وېشل سي.
 
نېټه: ۱۲/۲/۱۴۴۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Cordaid مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي مرسته او CDRO مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمندولايت په لښکرګاه ښار کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

د هلمند ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د آريانا ماين پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ١١ نمبرټیم سره د همغږۍ له مخې، د دې ولايت د لښکرګاه ښار د اتمې حوزي اړوند، حاجي ګران څلور لارې ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د GNI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په تګاب او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .