له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه وشوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH مؤسسې ترمنځ تخنیکي غونډه د دواړو لوریو د یو شمېر مسؤلینو او کارپوهانو په ګډون ترسره شوه.
په دې تخنیکي غونډه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د لټون او ژغورنې د ټیمونو د پیاوړتیا او پراختیا، د ولایتونو په کچه د رضاکارو ټیمونو د پراختیا او د تخصصي روزنیزو پروګرامونو د تنظیم په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مسؤلینو په دې غونډه کې د طبیعي پېښو پر مهال د منظم او مجهزو لټون او ژغورنې ټیمونو پر جوړولو ټینګار وکړ او دا یې د تلفاتو د کمولو او له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې د چټکتیا لپاره مهم ګام وباله. هغوی همدارنګه د رضاکارو ټیمونو او د پېښو د مدیریت د برخې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د ځواب وینې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره اړین وبلل.
له بلې خوا د IHH مؤسسې مسؤلینو هم د لټون او ژغورنې د ټیمونو د پیاوړتیا، د رضاکارو ټیمونو د پراختیا او د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره یې د تخنیکي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ پر پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او د دې ادارې، د افغانستان د سره میاشتې ټولنې، یادې مؤسسې او نورو بنسټونو ترمنځ د پېښو د مدیریت ظرفیتونو لوړولو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کسانو اړتیاوو ته د اغېزمنې رسېدنې په موخه د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
