له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRW مؤسسې تر منځ د ۷۰۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ سه شنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) مؤسسې له رئیس؛ محترم محمد ذوالقرنین عباس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له هغوی څخه یې له زیانمنو شویو او کډوالو کورنیو سره د مرستو د کولو په پار مننه وکړه او همدارنګه نوموړي د یادې مؤسسې له رئیس څخه وغوښتل، چې خپله پروژه دې د دې ادارې له مسؤلینو سره په همغږۍ، روڼتیا او چټکتیا سره تطبیق کړي.
ورپسې، د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس؛ محترم عباس د دې ادارې له رهبرۍ څخه د همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ د خپلو پروژو په تطبیقولو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د رهبرۍ مرستو او همکاریو ته اړتیا لرو او هغوی دې له موږ سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د اووه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې ۱۴۰ زیانمنوشویو کورنیو هرې یوې ته او د شهرک ولسوالۍ ۹۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې کورنۍ ته د کورو نو د جوړولو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۱،۸۵۲ ډالر ورکړل شي او د شهرک ولسوالۍ ۱۱۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته به د هغوی د کورونو د بنسټیز ترمیم کولو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۵۵۰ ډالر ورکړل شي او همدارنګه د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې به ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته د هغوی د کورونو د سطحي ترمیم کولو لپاره ۳۳۰ ډالر په درېیو پړاوونو کې ورکړل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره