له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو او له پېښو سره د مبارزې د ستراتیژیک پلان مشورتي غونډه د اړوندو سازمانونو په شتون کې ترسره کړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۳۲
تصویر خبر

نن سهار، سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د اقلیمي بدلونونو او له پېښو سره د مبارزې د ستراتیژیک پلان په مشورتي غونډه کې چې د دې ادارې له‌ لوري د توانمندۍ، چاپېړیال ساتنې او بشري مرستو موسسې (REHA) په همکارۍ ترسره شوه، ګډون او وینا وکړه. په دې غونډه کې د IFRC فدراسیون سرپرست، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت، د کانونو او پټرولیم، ملي دفاع، عامې روغتیا، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو، ټولګټو، اوبو او انرژۍ وزارتونو، سره میاشت، د کابل ښاروالۍ، د کابل پوهنتون، او همدارنګه د الفا، کوآر، CWSA، WFP، IOM، AKHA، NCA THT، OPOP، IMAP, NEPA او د IRC موسسو استازو او د دې ادارې رییسانو او کارپوهانو ګډون کړی و.
محترم ترابي صاحب په دې غونډه کې وویل چې د دې ادارې مخکینی پنځه کلن پلان بشپړ شوی دی. د همدې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې وه ترڅو د پېښو مدیریت لپاره ستراتیژیک پلان ترتیب او چمتو کړي، چې اوس یې لومړنۍ طرحه ترتیب شوې او د همکارو ادارو سره شریکه کېږي ترڅو خپل نظرونه د دې پلان د لا غني کولو لپاره وړاندې کړي.
نوموړي د CWSA موسسې د مخکیني پلان په ترتیب کې له همکارۍ او د REHA موسسې د اوسني پلان په ترتیب کې له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا اداره له موسسو سره ښې همکارۍ لري او هغوی ته په خوندي توګه د فعالیتونو ترسره کولو زمینه برابروي. د دې ترڅنګ ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه شوې چې له هغو موسسو سره بشپړه همکاري وکړي چې د پېښو مدیریت او د زیانمنو خلکو سره د مرستو په برخه کې کار کوي.
په همدې حال کې، د REHA موسسې مشر محمد یوسف حمیدیار، د دې پروګرام موخه تشریح کړه او د یادې موسسې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې په تېرو دوو کلونو کې یې د پېښو مدیریت او اقلیمي بدلونونو په برخه کې کار کړی دی او هغه ژمنه وکړه چې REHA موسسه د پېښو مدیریت په برخه کې د همکاري لپاره چمتو ده.
همدارنګه، د IFRC فدراسیون سرپرست ښاغلي احمد د پېښو مدیریت په برخه کې د دغه سازمان د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او خوښي یې وښوده چې په دې غونډه کې ګډون لري. د کوآر موسسې مشر عبدالحلیم حلیم، د موسسو په استازیتوب خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ لپاره ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د REHA موسسې مرستیال محترم عزت‌الله صدیقي، په افغانستان کې د پېښو مدیریت او اقلیمي بدلونونو په اړه او د دې ادارې د پالیسۍ او پروګرامونو د پراختیا کارپوه محمد روکی عمري، د پېښو مدیریت د ستراتیژیک پلان په اړه پرېزنټیشنونه وړاندې کړل.
په پای کې ګډونوال په څلورو کاري ډلو ووېشل شول، چې هره ډله یې د پېښو د کمښت، د چمتووالي نیولو، ځواب وینې او بیا رغونې او له پخوا څخه په ښه توګه بیا جوړونې په برخو کې ټاکل شوې وه. هغوی د پلان په اړه په تفصیل سره له بحث وروسته خپل نظریات غونډې ته تشریح کړل، او پرېکړه وشوه چې د دوی اغېزمن نظرونه به په ستراتیژیک پلان کې شامل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .