له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په مشرۍ د مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۸
تصویر خبر

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د دې ادارې د مرکزي او ولایتي رئیسانو، آمرینو، عمومي مدیرانو او کارکوونکو سره آنلاین غونډه ترسره شوه. دا غونډه د تقنیني سندونو، حکمونو، قوانینو او هدایاتو د تعقیب، د ولایتي ریاستونو د ستونزو، ننګونو او وړاندیزونو د څېړنې، د کاري بهیر د ښه‌والي او د هېواد په کچه د پېښو د مدیریت په چارو کې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې، الحاج ملا نورالدین ترابي په هېواد کې د طبیعي پېښو د خطرونو زیاتوالي ته په اشارې سره د پېښو پر وړاندې په هر اړخیزه چمتووالي او چټکې او اغېزمنې ځواب وینې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د خلکو ستونزو ته رسیدنه باید د ادارې د کارونو په سر کې وي او ټول فعالیتونه باید په کلکه، بشپړ مسؤلیت‌ او چټک عمل سره تعقیب شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست وویل چې د دې غونډې اصلي موخه د همغږۍ پیاوړتیا، د هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو د بهیر څېړنه او د بېلا بېلو برخو لکه اداري، ګدام‌دارۍ او د نورو اړونده برخو د فعالیتونو په کره ډول تعقیبول دی. هغه زیاته کړه چې د دندو په ترسره کولو کې دقت او د چارو تنظیم په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د چټکې او اغېزمنې ځواب وینې د وړتیا په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.
ترابي صاحب، همداراز وویل چې ولایتي ریاستونه دې د جغرافیایي زونونو پر بنسټ ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه راټول کړي، او له رئیسانو یې وغوښتل چې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه کره او مستند راپورونه د ادارې له مشرتابه سره شریک کړي تر څو په اړه یې اغېزمنې او موخه لرونکې پرېکړې ونیول شي.
د غونډې په دوام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي رئیسانو هر یو په جلا جلا توګه د ادارې د مشرتابه له لوري د صادر شویو هدایاتو او مکتوبونو د پلي کېدو راپورونه وړاندې کړل، د خپلو لاسته راوړنو، ستونزو او موجودو ننګونو د بیانولو ترڅنګ مشخص وړاندیزونه یې د ادارې له سرپرست سره شریک کړل.
دا غونډه چې څو ساعته یې دوام وکړ، په پای کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي ولایتونو ته د مکتوبونو، هدایاتو او تقنيني اسنادو پر لېږد د ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ولایتي رئیسانو لخوا د شریک شویو وړاندیزونو به په دقت سره څېړنه وکړي او د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات به تر سره شي.

نېټه: ۴/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .