له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د یونیسیف دفتر له سرپرست او مل پلاوي سره وکتل

نن د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست، عبدالقادر، د خدماتو مسوول عبدالله مخلوف او د هغه مل پلاوي سره وکتل او د پېښو له امله زیانمنو ته په ښه توګه د مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب د یونیسف دفتر پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې دې موسسې د افغانستان له خلکو سره زیاتې مرستې کړې دي او زه له دوی څخه ځانګړي مننه او قدرداني کوم.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست زیاته کړه چې، د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګدامونو کې د یونیسف له خوا مرسته شوي یو شمېر توکي شته، چې موږ به یې د خپلو موجوده مرستو سره یو ځای خلکو ته ووېشو. هغه له یونیسف وغوښتل چې دا ډول مرستې د دې ادارې ولایتي ریاستونو ته هم ورکړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته ووېشل شي او هغوی ته پر وخت لاسرسی وشي. ښاغلي ترابي همداراز وویل چې دغه اداره هڅه کوي ترڅو چي په راتلونکي کې د امارت له بودیجې څخه یا د نورو موسسو په همکارۍ معیاري ګدامونه جوړ کړي.
په همدې حال کې عبدالقادر موسی، د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې سرپرست، د دې کتنې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل چې یونیسف په ټولو ولایتونو کې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري لري او په دوامداره توګه هڅه کوي چې زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په ۱۲ مرکزي او ختیځو زونونو کې د روغتیا او ژمي لپاره مرستې موجودې دي، او د رواني میاشتې تر پای پورې به نورې مرستې هم یونیسف ته ورسیږي چې بیا به د ولایتي ریاستونو له لارې خلکو ته ووېشل شي.
ورته مهال، عبدالله مخلوف، د یونیسف موسسې د خدماتو مسوول، وویل چې دا موسسه په ۹ ولایتونو کې ګدامونه لري او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې په هغو سیمو کې ګدامونه جوړ کړي چې له پېښو زیانمنونکو سیمې وي، ترڅو د اړتیا په وخت کې خلکو ته پر وخت بېړنۍ مرستې ورسول شي.
په پای کې، د یونیسف موسسې سرپرست د بیړنیو حالاتو په ترڅ کې د دې موسسې د بشپړې همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ او دواړو خواوو په دوامداره همکارۍ ئی ټینګار وکړ.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
