له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د تورخم په پنډغالي کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۲۰:۴۷
news image

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، په تورخم کې د کډوالو لپاره د لنډمهاله پنډغالي جوړولو لپاره د دی پنډغالي کاري کمیټې جوړې کړې او هغوی ته یې دندې وسپارلې. همداراز په اجباري توګه راستنېدونکو ته  یی په ښه توګه د رسېدنې لپاره   د سوق او ادارې مرکز هم جوړ کړ.
ترابي صاحب د دې لیدنې پر مهال، د عمري کمپ له کډوالو ماشومانو سره کتنه او خواخوږۍ وښوده او د هغوی د خوشحالۍ لپاره یې هغوی ته نغدي مرستې ووېشلې.
د دې کتنې په دوام کې، نوموړي د تورخم په فرضي پوله کې د ملګرو ملتونو د دفترونو، د ماین پاکۍ مؤسسو او نورو ادارو د فعالیتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه. همداراز، د ملګرو ملتونو د دفترونو، د ماین پاکۍ مؤسسو او نورو نړیوالو مؤسسو استازو، په اجباري توګه ایستل شوو کډوالو ته د مرستو او د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د دغو ادارو له هڅو او خدمتونو څخه د قدرداني ترڅنګ، د همکاریو او آسانتیاوو برابرولو لپاره   د افغانستان اسلامي امارت د ژمنې یادونه وکړه او د دې ادارې، ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي غوښتونکی شو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .