له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت له سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف او د هغه له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې ناسته کې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي له افغانستان اسلامي امارت سره د روسیې هېواد د رسمیت د پېژندنې له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د روسیې هېواد په تېرو کلونو کې  هم د افغانستان له ولس سره د سختو حالاتو پر مهال د پام وړ بشري مرستې کړي دي، چې موږ یې منندوی یو.
محترم ترابي د اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د دغو بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی، چې له امله یې د طبیعي پېښو لکه وچکالۍ، سېلابونو او نورو پېښو کچه لوړه شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. نوموړي د روسیې له سفیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان د ولس سره د هر ډول خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.
وروسته، د روسیې فدراتیف سفیر، محترم دیمیتري ژیرنوف، د محترم ترابي صاحب له لیدو  څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې روسیه هغه لومړنی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی، او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو نیتونو او دوامداره همکاریو ښکارندویي کوي. نوموړي زیاته کړه، چی موږ به هڅه وکړو چی ستاسو سره  لازمې مرستې وکړو.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د پېښو مدیریت او نورو برخو کې د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې له خوړونو څخه د ډبرو او خټو د پاکولو او د یو ډبرین دیوال د جوړولو کار دوام لري 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱۰۰ مستحقو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .