له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د غور ولایت له ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۲:۴۶
news image

تېره ورځ، سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، غور ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت له مخې، چې د اسلامي امارت وزیران دې ولایتونو ته سفرونه کوي، له خلکو سره دې  له نږدې څخه لیدنې کوي, او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه دې له نږدې څخه اوري، د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالی، پسابند، تیوره، دولینه ولسوالیو او مرکز فیروز کوه ښار کې له قومي مشرانو، سیمه‌ییزو متنفذینو او یو شمېر ځایي خلکو سره تر کتلو وروسته د دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو له مختلفو قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د یو شمېر بانفوذه ټولنیزو شخصیتونو او سیمه ییزو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه، خلکو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنتیا، د مرستې وسایلو د کمښت، د بحراني موسمونو لپاره د ښه چمتووالي، او د خدماتو د وړاندې کولو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د خلکو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې‌ویل چې یاد ولایت ته یې د سفر اساسي موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغام پلي کول دی، چې له مخې یې باید له خلکو سره مستقیمې اړیکې ونیول شي او د هغوی ستونزې واورېدل شي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونه روښانه ده: موږ باید د خلکو تر منځ واوسو، د هغوی غږ واورو، او د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د دوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړو.
ترابي صاحب ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د غور له خلکو سره د زیانمنتیا کچې راکمولو، د بشري مرستو برابرولو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمه ییزو وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري ته ژمنه ده. 
ورته مهال, قومي مشرانو هم د یادې ادارې د سرپرست د سفر هرکلی وکړ، دا ډول لیدنې یې ګټورې، هڅوونکې او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خلکو پر وړاندې د پاملرنې نښه وبلله، او له مسؤولینو سره یې د مستقیمو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو پر پیاوړتیا، د طبیعي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي د لوړولو، او د دې ډول مشورتي غونډو پر دوام ټینګار وکړ. همداراز, ترابي صاحب د تیوره ولسوالی له خلګو سره د یو میلیون افغانیو په لګښت د درېیو کوچنیو پروژو پلي کولو ژمنه وکړه.   

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .