له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۴:۱۴
تصویر خبر

نن ورځ پنجشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له رئیسې میرمن میا پارک, بشري مرستو ته د لاسرسي همغږي کوونکی عدنان بغجتي او ډاکټر محم سلیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې ترابي صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل, سربېره پر دې چې زموږ اصلي مسؤلیت بشري چارو او پېښو ته رسېدنه ده, اوس مهال د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا دا دنده هم را سپارل شوې چې د خپلې اصلي دندې ترڅنګ د مسؤلو او اړوندو سازمانونو سره د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل او له هغوی سره د مرستو په برخه کې هم کارونه وکړو. هغه له IOM څخه وغوښتل چې لکه څنګه چې مخکې یې هم مرسته کړې، باید اوس هم د خپلو کاري اصولو په چوکاټ له موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
د دې ادارې سرپرست د وقایوي پروژو د پلي کېدو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د رضاکارانو طرزالعمل جوړ شوی دی او اړینه ده چې له همکارو ادارو سره په همغږۍ دا رضاکاران په کلیو او ولسوالیو کې جذب شي. نوموړي په پکتیا ولایت کې د دغه سازمان د پروژې په پلي کېدو کې شته ستونزې هم واورېدې او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
ورته مهال، د کډوالۍ نړیوال سازمان رئیسې میرمن میا پارک د دې ادارې سره د تېرو ژمنو د پلي کېدو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل, چې هڅه کوي ترڅو د دې همکاریو پلي کېدل لا چټک شي. هغې له ترابي صاحب څخه د دې سازمان د ستونزو د حل په برخه کې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زه له خپلو نورو شریکانو سره د خبرو پر مهال تل دا اداره د یوې همکارې او بریالۍ ادارې په توګه یادوم.
د IOM مرستیال د رضاکارانو د جوړښت له طرحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د دغو رضاکارانو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په موخه به له خپلو شریکانو سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې IOM پلان لري سږ کال ۹۰ پروژې د پېښو د مدیریت او د خطرونو د کمولو په برخه کې په لغمان، بغلان، فاریاب، میدان وردګ، پکتیا، هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې پلي کړي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .