له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په شکردره ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پرانست

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۰:۵۷
news image

نن سهار یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د اطلاعاتو او عامه د اړیکو رئیس حافظ محمد یوسف حماد، او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس مولوي نجیب‌الله انوري په ملتیا شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او په غازه کلي کي یې د استنادي دیوال د جوړولو کار پرانست.
ترابي صاحب د دې پروژې د پرانستنې په مراسمو کې، چې د سیمې د مسؤولینو او خلکو په حضور کې ترسره شول، وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره، هر ولایت ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت بودجه ځانګړې شوې ده. دا بیړنۍ وقایوي پروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د کابل ولایت په هره ولسوالۍ کې به هم کوچنی کوچنی وقایوي پروژی پلې شي. همداراز، هغه ټینګار وکړ چې دا استنادي دیوال د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړېږي او د سېلابونو له خطرونو څخه د مسجد، هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره به مهم رول ولوبوي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست وویل چې دا استنادي دیوال به د ۸۵ مترو په اوږدوالی جوړ شي او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د احتمالي سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي. نوموړي همداراز وویل چې د دې پروژې د دوامداره څارنې لپاره یوه پلاوی به راځي او څارنه به یې کېږي، ترڅو د کیفیت او مطلوبې پایلې ډاډ یې ترلاسه شي.
له بلې خوا د شکردرې ولسوال قاري فدا محمد فدایی، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست او د کابل ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د خلکو غوښتنو ته د پاملرنې او پر وخت اقداماتو له امله مننه وکړه.
په پای کې، د سیمې خلکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست څخه د دوی د ستونزو د حل لپاره د پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .