له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل کې د قلعه حیدر د اورلګېدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۴:۷
news image

نن سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر کې د اورلګېدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د اورلګېدنې له امله د زیانمنو شویو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
محترم ترابي صاحب دزیانمنو سره د خواخوږي په څرګندولو سره وویل چې په سیمه کې ګډ ټیمونه شتون لري او د اورلګېدنې د پېښې رامنځته کېدو د څرنګوالي څېړلو او له سروې وروسته به له زیانمنو سره اړین تصمیمونه   ونیول  وشي.
د یادونې وړ ده چې د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اطفائیې ټیمونه په لومړیو ساعتونو کې د پېښې ځای ته ورسېدل او د اور د خپرېدو مخه یې ونیوله.
همدارنګه د دې پېښې زیانمنو د اطفائیې ګډو ټیمونو او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د اړینو همکاریو غوښتنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې د دې اورلګېدنې له امله انساني تلفات او مالي زیانونه رامنځته شوي، چې دقیق راپور به یې له بشپړې ارزونې وروسته شریک شي. همدارنګه د ګاز ټانکر ټوټې د اورلګېدنې ځای څخه ۲ کیلومتره شاوخوا ته غورځېدلې او ځایي خلکو ته یې مالي زیان رسولی دی.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۲۶
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۴۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په سمنګان ولایت کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو ته خوراکی مرستې برابرې او ۵۵۵ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرسته کوونکو بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت په نخچیر او خلم ولسوالیو کې ۲۰۰۰ تنو ته خوراکي مرستې او د څښلو وړ صحي اوبه برابرې او ۵۵۵. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .