له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د اسلامي رفاه مؤسسې له رئیس سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۶
123

نن ورځ د سې شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي رفاه مؤسسې له رئیس محترم ذوالقرنین، د پروګرامونو له مسؤل ابراهیم احمد او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د پېښو د مدیریت او د زیانمنو کسانو د لاسنیوي په اړه یې خبرې وکړې.

محترم ترابي صاحب وویل، چې هره اداره خپلې ټاکلې دندې لري او د همدې لړۍ له مخې زموږ اداره په ټول هېواد کې د پېښو د مدیریت او د پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدنې مسؤلیت پر غاړه لري. نوموړي زیاته کړه، له دې امله چې ډېري مؤسسې له موږ سره همکارۍ کوي، موږ ورته هم په مرکز او هم په ولایتونو کې ټولې آسانتیاوې برابرې کړې دي، تر څو وکولای شي د خلکو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي. هغه همدارنګه وویل، چې د پروژو او اړینو اړتیاوو لېست، چې په حقیقت کې د خلکو او سیمو اړتیاوې دي، ترتیب شوی او دا چې ستاسو د فعالیت اساسي سکټور د پېښو برخه ده، دغه لېست به له تاسو سره شریک کړو، تر څو یې د ۲۰۲۶ کال په خپلو پروګرامونو کې په پام کې ونیسئ.

په همدې حال کې، د اسلامي رفاه مؤسسې رئیس محترم ذوالقرنین وویل، چې د ترابي صاحب د مدیریت له کاري مخینې سره له پخوا اشنا دی او دا اداره د هغه تر رهبرۍ لاندې په چټک او ښه ډول فعالیت کوي. هغه د مؤسسو سره د دې ادارې له همکارۍ څخه ځانګړې مننه وکړه. همدارنګه د مؤسسې پلاوي وویل چې یاده مؤسسه د پېښو او د کډوالو د لاسنیوي په برخه کې فعالیت کوي، او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې خپل پروګرامونه د ملي ادارې لوی رئیس ته تشریح کړل. نوموړي وویل چې په روان کال کې د نغدي مرستو پروګرامونه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې، د نغدي مرستو موسمي پروګرامونه، د رمضان مرستې، په څو ولایتونو کې د قربانۍ د غوښې وېش، د تورخم په عمري پنډغالي کې د کډوالو ملاتړ، په هرات ولایت کې د اوبو د شبکې جوړول او د روغتیایي کڅوړو وېش، د کونړ ولایت د چپه ‌درې ولسوالۍ د زلزله‌ ځپلو لپاره د سرپناه ترمیم او جوړول او نور اساسي فعالیتونه په خپلو پروګرامونو کې لري چې له دې ادارې سره به په ګډه پلي شي.

نوموړي همدارنګه، د خلکو او سیمو د اړتیاوو لېست ترلاسه کړ او ویې ویل، چې دا پروژې تر ډېره د مؤسسې د پروګرامونو برخې دي او د برابرولو لپاره به خپله وروستۍ هڅه وکړي.

په پای کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې د خدمتونو د قدر په توګه د اسلامي رفاه مؤسسې رئیس ته یوه ډالۍ هم ورکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دانګام ولسوالۍ کې د سېلابي لارو د پاکولو چارې پیل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۳۷
Background image

د کونړ ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د همکارو بنسټونو ترمنځ د هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې ادارې تر چتر لاندې او د کډوالۍ نړیوال سازمان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره بوم ولسوالۍ کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو چارې بشړې کړې 

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د دغه ولایت د دره‌بوم ولسوالۍ په پنجاب سیمه کې د یوې سېلابي لارې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .