له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمېر نړیوالو او داخلي مرستندویو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳۵
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ ادارې د رئیسې اغلې نامیک حیدروف، د ناروې کمیټې د لوی رئیس، ښاغلي تاریا واټرډال او د بیلابیلو نړیوالو او داخلي مؤسسو له مسؤلینو سره د دې ادارې د نړیوالو اړیکو د رئیس, مولوي عبدالرحمن رحماني په شتون کې وکتل او د پېښو مدیریت اړوند پر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
 ترابي صاحب د ټولو همکارو مؤسسو مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د مؤسسو ترمنځ منظمه همغږي کولای سي چي د بشري او پرمختیایي خدمتونو کیفیت او پایله لا پیاوړې کړي او په ځانګړي ډول زیانمنو کورنیو ته ژر مرستي ورسوي.
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړل چي دا اداره په خپلو ټولو برخو کې کار او خدمت ته ژمنه ده، موږ او تاسو باید افغان ولس ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ وقایوي پروژې هم پلي کړو تر څو په لږ مصرف د ډیر زیان مخه ونیسو او موږ ټولو مؤسیسو ته پوره ډاډ ورکوو چي ستاسو کارونه په هره اداره یا ولایت کې پاته وي موږ د اصولو په چوکاټ کې درسره همکاره یو.
ورسته د ټولو ګډونوالو مؤسیسو په استازیتوب د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ مرستيال ښاغلي حمیدالله احمدي د یادي ادارې د لوی رئیس او ټول کاري ټیم څخه مننه وکړل او وې وویل چې نړیوالې او داخلي مؤسسې د افغانانو د ملاتړ او د پېښو د مدیریت په برخه کې د یادي  ادارې له همکارۍ راضي دي او غواړي چې دغه همکاري لا نوره تقویه سي، هغه زیاته کړه چې ګډ پلان، معلوماتي تبادله، او د خطرونو پر ضد وقایوي پروګرامونه د مرستو د ښه تطبیق لپاره بنسټیز ارزښت لري.
وروسته د ناروې کمیټې لوی رئیس، ښاغلي تاریا واټرډال د یادي ادارې د ټول کاري ټیم څخه ځانګړې مننه وکړه چې د یادي ادارې په کارونو کې پوره شفافیت راغلی دی او موږ د دې ادارې سره پوره همغږي لرو.
وروسته د ټولو مؤسسو استازو ژمنه وکړه چې دوی به د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره خپل تخنیکې او عملي ملاتړ دوامدار وساتي.
ناسته د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا، د راتلونکو ګډو پروګرامونو د تنظیم او د عملي چارو د همغږۍ په ټینګار سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د بهارستان لوړ غره په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د دو شنبې په سهار د ۲۹/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .