له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیس سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د  رئیس جان ایلیف، د اړیکو مسؤل اشرف بلوچ او د اړیکو د مرستیال حمیدالله افغان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندې د WFP پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د خوړو نړیوال سازمان تل افغان ولس ته بشري مرستې رسولې دي، چې موږ ورڅخه ځانګړې مننه کوو او تل هڅه کوو چې بیلابیلو سازمانونو او مؤسسو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دې برخه کې موږ ډیر کار کړی دی.
همدا راز ترابي صاحب وویل، چې یو ځل بیا د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته سوې ده او باید په ګډه سره مرستي ورسره وکړو. 
د خوړو نړیوال سازمان رئیس جان ایلیف د یادې ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړه چې تل یې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي او لاهم د خلکو د خدمتونو لپاره هڅې کوي.
 همد راز ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې موږ او تاسو باید په ګډه کار وکړو او خلکو ته په بیلابیلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کړو تر څو زیانمنې کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمنې سي او اساسي کارونه ورته وسي.           
همداراز په تفصیل سره خبره وسوه، چې یاده اداره به د نړیوال بانک د کارکونکو سره پوره پوره همکاري کوي ترڅو چې هرات، غور، بدخشان او کونړ ولایتونو کې د پیښو هر اړخیزه سروې وکړي.  
په پای کې پر ګډو همکاریو او زیانمنو کورنیو ته پر ژر رسیدنه ټینګار وسو. 

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۷  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیس سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د  رئیس جان ایلیف، د اړیکو مسؤل اشرف بلوچ او د اړیکو د مرستیال حمیدالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵۰ کارګرانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د OCHA دفتر دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .