له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي کارمندانو ۵ کسیز د څارني او ارزوني  هیئت د ترابی صاحب په هدایت د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د دوو ورځو په موده کي کتنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۲۱:۵۹
news image

دسې شنبې او چهارشني په ورځو کي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۵ کسیز ټیم کارمندانو چي د څارني او ارزونې ریاست څخه د ارزوني امر، د خطر د مخینوي او کمولو ریاست څخه دپېښو د خطرونو کمولو کار پوه، د بیړینو حالتو د ریاست څخه د اسنادو د ثبت مدیر، د کارکونکو د چارو ریاست څخه د پلان جوړني مدیر او دنشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د کلیپونو جوړولو او عامه پوهاوي مدیر د څارني او ارزوني، د کارونو د لا شفافیت او پرمختګ په موخه د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه کتنه وکړه. 
 دا څارنه او ارزونه چي تیره یک شنبې د ترابي صاحب په هدایت ۳۳ ولایتونو څخه شروع شوې ده  د زونونو په حساب هر زون ته ۵ کسیز هیئت لیږل سوی دی  چي و به وکولای سي چي د ولایتي ریاستونو په کارونو کي  به پوره شفافیت، پرمختګ او چټکتیا راولي او ټول کارمندان  به د خپلو لایحو او کاري پلانونو مطابق کارو ته متوجې کړي تر څو  اولس ته غوره او پر وخت خدمتونه وکړي.
جنوب غرب زون ته  ته استول شوی ۵ کسیز هیئت وایې چي  موږ د ددو ورځو په موده کي د زابل ولایت له پېښو سره د مبارز آمادګۍ ریاست د ټولو شعاباتو، کارونو، دوسیو، ګدام او اسنادو څخه څارنه وکړه او د ټولو کارمندانو څخه مو د دندو د لایحو او کاري پلان پوښتنه وکړه او ټولو ته  مو جدي سپارښتنه وکړه چي خپل کارونه پر وخت خلاص کړي او د ټولو شعباتاتو مخ ته لوحې نصب شوې نومونه یې پر ولیکل او د ټولو شعاباتو پر دروازو لوګوګاني ونښلول شوې او ټولو کارمندانو ته توصیه وشوه چي  هغه اسنادونه د ځان سره وساتي چي د مرکزي ادارې څخه ورته راځي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۰  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو

نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .