له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یو عراده ډم ټرک او یو عراده اسکواټر د سېلاب ځپلو سیمو د پاکولو لپاره پغمان ولسوالۍ ته ولېږدول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست, محترم الحاج ملا نورالدین, د لارښوونې پر بنسټ, د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ته د وروستیو سېلابونو د زیانونو پاکولو, د خټو او رسوباتو څخه د سېلبرونو لارو او د تړل شویو لارو د پاکولو په موخه، د دې ادارې لخوا نوی د دُبي هیواد څخه پېرودل شوی یو عراده ډم ټرک او یو عراده اېسکواټور یادې ولسوالۍ ته ولېږدول شول.
د دغو وسایطو شتون به نه یوازې د سېلابونو له امله د لارو د پاکولو په برخه کې مرسته وکړي، بلکې د بېړنیو پېښو پر مهال به د چټکې رسېدنې او چمتووالي وړتیا هم لوړه کړي. دا وسایط به د بېلابېلو بېړنیو عملیاتو په ګډون د سېلاب د لارې پرانستلو، د رسوباتو ایستلو، د خټو د پاکولو، او د عامه زیربناوو د بیا رغونې په برخو کې اغېزمن رول ولري.
د یادونې وړ ده, چې د یادو درنو وسایطو لېږل د اسلامي امارت د ژمنو عملي بڼه ده، تر څو د طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو، د زیانمنو خلکو د ستونزو په هوارولو او د عامه لارو په پاکولو کې اغېزمن ګامونه پورته شي. د دې درنو وسایطو په مټ به د خټو، ډبرو او د رسوباتو د پاک کارۍ چارې به ګړندۍ شي او د سېلاب د اوبو مسیرونه به خلاص شي، او د خلکو د تګ راتګ او د بېړنیو مرستو رسونې ستونزې به هم هوارې شي.
همدارنګه له پغمان وروسته به د کابل په نورو ولسوالیو کې هم د دغو وسایطو په مرسته ورته چارې ترسره شي, تر څو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چټکې او اغېزناکې ځواب وینې په ترسره کولو سره د زیانونو او تلفاتو کچه را کمه شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره