لوګر ولایت کې ۶۳۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
لوګر- د وږي ۱۳مه-۱۴۰۱
د IOM,WFP,DACAAR موسسو د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز او خوشي، څرخ، بره کی برک او محمد آغه ولسوالیو کې ۶۳۷ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ اوړه ۲۵ کیلویي، ۴ بوشکې غوړي ۵ لیټره، د خوارځواکۍ مواد، ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي کېټ، د ماشومانو ژمنۍ کېټ، ۲ سولري څراغونه او یو شمېر نور وسایل د ګمارل شوي پلاوي په شتون کې ووېشل.
