محترم رئیس الوزرا وروستیو زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظور کړه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۶:۹
image

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه ځانګړې غونډه په ارګ کې ترسره شوه. 
په دې غونډه کې محترم رئیس الوزار له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظور شوه.
همداراز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو ته د خوراکي توکو، البسې، درملو او نورو اړینو اړتیاوو رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي. 
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي ته دنده وسپارله چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره دې همدردي او خواخوږي وکړي.
همداراز د اسلامي امارت رئیس الوزراء اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د یو میلیارد افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې یوه ناچاوده د توپ مرمۍ کشف او خنثی شوه

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز ایبک د حسن‌خېل لوارګي په کلي کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو فیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي‌ لارې د پاکولو چارې پیل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دامان ولسوالۍ د نهر رباط په کلي کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۲۰۰. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .