په ارزګان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
تصویر خبر

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ د DAFA ماین‌پاکۍ موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت په مرکزترینکوټ کې د خانقۍپه سیمه کې د تېرو جګړو پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول شنډ کړل.

د یادونې وړ ده، چې په دې توکو کې پنځه عدد بېلابېل ناچاوده توکی شامل وو، چې د خانقۍ د کلي له سیمې څخه ترلاسه شول او د خوندیتوب بشپړو اصولو په مراعتولو سره له منځه یوړل شول.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو وویل، ناچاوده توکي د ښاریانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. هغوی د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د شکمنو توکو د لېدو په صورت کې دې له لاس وهلو څخه ډډه وکړي او دموضوع په اړه دې سمدستي اړوندو مسئولینو ته راپور کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندهار ولايت په نيش ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د QR-09 ټیم د نيش ولسوالۍ په سرداغ کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درمان موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو اړوند ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۵ زيانمنو کورنيو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC)، د ماشومانو د ساتنې موسسې او دMercy Corpse موسسې په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر OCHA. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .