په بغلان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵۶
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د OMAR ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT-02، د یاد ولایت د پلخمري ښار حسین خېلو کلي په شپږمه ناحیه کې درې عدده ارټيلري مرمۍ وموندلې او په خوندي توګه یې له منځه یووړې.
د یادونې وړ ده، چې د چاودېدونکو توکو له امله د خلکو ځان او مال له خطر سره مخ وو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ د ماین پاکۍ دا عملیات ترسره شول او اوس مهال د دې ناچاوده توکو په پاکولو سره سیمه له خطر څخه پاکه او د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ ژوبلې او نورو زیانونو څخه خوندي پاتې شول. د یاد ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول مشکوک یا چاودېدونکو توکو د لېدو په وخت کې دې ژر تر ژره د اړونده مسؤلینو سره د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره اړیکه ونیسي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

د ننګرهار ولایت په لعل پوره ولسوالۍ کې د یو استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د لعلپوره ولسوالۍ په ورسک برادرک کلي کې د یو استنادي دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
یاده پروژه د طبیعي پېښو د احتمالي زیانونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ښځو ټولنیزې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ښځو ټولنیزې مؤسسې د پروژې له مسؤل، عمران الله کامران سره په خپل کاري دفتر کي وکتل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .