په ختیځ زون کې د وروستیو جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د سروې او ارزونې ټیمونه د سوق (ترابی صاحب) او ادارې له مرکز څخه ولسوالیو ته واستول شول

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۵۹
تصویر خبر

نن ورځ د یکشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو مسلکي پلاوي په مشرۍ چې ننګرهار ولایت ته یې سفر کړی دی، د کاري کمېټو له مسؤلینو سره یې د وروستیو جګړو له امله د بې‌ځایه شویو د کره سروې په موخه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، محترم ترابي صاحب د هغو کورنیو د هر اړخیزې او کره سروې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو بې‌ځایه شوې دي، او اړونده ټیمونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي وویل چې د دې سروې موخه د بې‌ځایه شویو د اړتیاوو کره تشخیص او د اغېزمنو مرستو وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول دي.

د ادارې لوی رئیس د کمېټو مسؤلینو ته وویل چې د ادارې ټول مادي امکانات او معنوي ملاتړ د هغوی په واک کې دي، او زیاته یې کړه چې د سروې له بشپړېدو وروسته به نغدي مرستې، خوراکي او غیرخوراکي توکي د افغانستان اسلامي امارت له لوري، په ځانګړې توګه د همدې ادارې له خوا، بې‌ځایه شویو کورنیو ته ووېشل شي.

د ناستې په پای کې، ګډ ټیمونه چې د کډوالو چارو استازي، د اړوندو ولسوالیو استازي، د پېښو رضاکاران او د قریو ملکان پکې شامل دي، د دې ادارې د کارکوونکو تر سرپرستۍ لاندې جګړه‌ځپلو ولسوالیو ته واستول شول. ټاکل شوې ده چې د سروې له بشپړېدو وروسته به د بې‌ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې لپاره به بېړني لازم اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .