په دیوه‌ګل دره کې ۱۰۱۷ زلزله‌ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د امیه مؤسسې، د اسلو مؤسسې، د OCHR مؤسسې، د نصیر خیریه بنسټ، د ترکۍ IFAM مؤسسې، د اصیل خیریه مؤسسې، د ننگیال خیریه بنسټ او د BGK مؤسسې په ملاتړ، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۱۷ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ګډې کمېټې له لوري ۱۲۵ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه، د OCHR مؤسسې له لوري ۱۸۲ کورنیوهرې یوې ته یوه صحي بسته، د امیه مؤسسې له لوري ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۵ تختې کمپلې او ۱۰۰ ډېرو زیانمنو کورنیو هرې یوې ته یوه باب خیمه، د نصیر خیریه بنسټ له لوري ۲۰۰ کورنیو ته اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي او شین چای، د تُرکۍ IFAM مؤسسې له لوري ۱۹ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ ډالر، د اصیل خیریه مؤسسې له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲ تختې کمپلې، یو باب خیمه، ۱۲ متره فرش، ۵۰ کیلو اوړه، ۱۵ لیټره غوړي او ۱ کیلو شین چای، د ننگیال خیریه بنسټ له لوري ۵۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ، د BGK مؤسسې له لوري ۱۰۰ کورنیو هرې یوې ته وریجې، غوړي، لوبیا او بوره او د اسلو مؤسسې له لوري د ۱۵ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې دا ټول بهیر د هغو کمېټو تر څار لاندې ترسره شو چې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ګډې کمېټې تر چتر لاندې جوړې شوې دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۲ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د دانګام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیا او مدني ټولنې (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .