په فاریاب ولایت کې د ۳۰ شهیدانو ورثه نغدي مرستې ترلاسه کړې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، ۳۰ کورنیو ته چې د بېلابېلو پېښو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي و، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته، د محترم مولوي اسدالله وقاص د یاد ریاست مشر او د ولایتي کمېسیون پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۴۰،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره