په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د ماین پاکۍ برخې په ملاتړ ۲ عدد بېلا بېل ډوله ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
په دې توکو کې یوه د توپ مرمۍ او یوه د هاوان مرمۍ شامله وه، د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج آباد کلي او د فراه ولایت د مرکز په کافر قلعه کې د امنیه قوماندانۍ د مسؤلینو په همکارۍ کشف او د تخنیکي ټیم تر کره څارنې لاندې خنثی کړل شول.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې دا هڅې د ښاریانو د ژوند ساتنې او د احتمالي پېښو د مخنیوي په برخه کې مهم ګام دی.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره