په لغمان ولایت کې د یو استنادي دیوال د جوړېدو کار پیل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۶:۰
تصویر خبر

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلکاریو کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ.
د دې دیوال د جوړېدو کار د ولایت مقام مرستیال محترم مولوي اختر محمد، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس قاري خیر محمد غازي، د اقتصاد او سیندیزو چارو رییسانو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شو.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس ووېل چې، دغه استنادي دیوال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښټ د یوې میاشت په موده کې د منصف ساختماني شرکت له لوري جوړېږي.
همدارنګه د لغمان ولایت مقام مرستیال د دې پروژې د کار پیل په مراسمو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په دی ولایت کې د دغه ډول استنادي دیوالونو جوړولو لپاره لا زیاته همکاري وکړي. 
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ډول وقایوي پروژو په پلي کولو سره د طبیعي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو مخه نیول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د کار په بشپړېدو سره به د ګلکاریو کلي سیمې او نورې اړوندې سیمې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي. 

نېټه: ۲۶/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له رئیسې سره وکتل

نن د سه‌ شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې 

د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .