په لوګر ولایت کې له 1000 څخه زیاتو کورنیو ته  (211,000) امریکایي ډالر ووېشل شول

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۱:۳۲
تصویر خبر

لوګر- د لړم 17مه- 1401
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د لارښونې پر بنسټ محترم حافظ محمود الحسن, د بشري سرچینو رییس, محترم مولوی عبدالله د وقایې او خطر کمولو رییس او محترم قاری عبدالرحمن د دغه وزارت د استخباراتو مسوول, د ۱۰۵۹ زیانمن شوو, بېځایه شوو او بېوزله کورنیو لپاره د غیر خوراکي توکو او دوه سوه یوولس زره او ۸۰۰ امریکایي ډالرو د وېش د پروسې څخه د څارنې لپاره نن لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د دغو مرستو په پروګرام کې محترم عبدالله مفکر, د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې رییس, مرکزي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل: د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغه ریاست سره په همغږي د خروار, څرخ, او د دغه لایت په مرکز کې ۱۰۵۹ مستحقو کورنیو هرې کورنۍته ۲۰۰ امریکایي ډالر, ۳ تختې کمپلی, او ۱۴ قلمه د ژمي جامې ووېشل شوی.
۱۵ همدارنګه محترم نیکمل تیروزی, د دغه سازمان د مرکزي زون مسوول ووېل چې دغه مرستې له شفافې سروې وروسته ترسره شوي.او هر مستحق ته
امریکایي ډالر هم د کرایې لپاره ووېشل شول.

News imageNews image





 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .