په میدان وردګ ولایت کې درې زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۴۶
تصویر خبر

د میدان وردک ولایت له پیښو سره د آمادګۍ مبارزې ریاست، د نرخ، دایمیرداد او چک ولسوالیو درېو زیانمنو کورنیو ته چې د طبیعی او غیر طبیعی پیښو له امله زیانمنې شوي دي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې؛ هرې کورنۍ ته دوه بوری اوړه، دوه بوری وریجې، یو روغتیایي کېټ او ۲۰ عدد د لاس مینځلو صابون ورکړل شول.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، محترم مولوي فیض‌الله جلالي، د زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ وویل چې دغه مرستې د ټولو زیانونو د بشپړ جبران لپاره کافي نه دي، خو د افغانستان اسلامي امارت تل د خپلو زیانمنو هېوادوالو ملاتړ کوي او د هغوی لپاره د نورو مرستو د برابرولو هڅه کوي.

۱۴۴۶/۵/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۱۵
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ اجباري را ایستل شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۷
Background image

په ختیځ زون کې د رضاکارانو د ټاکنې او د هغوی د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د DACAAR موسسې په ملاتړ د هېواد په ختیځ زون کې د ټولنې په کچه د رضاکارانونو د ټاکنې او د هغوی د ظرفیت لوړولو او د کوچنیو پروژو د پلي کولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۵ کورنیو ته د هغوی د کورنو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې 

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو نړیوال سازمان  (IOM) په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د سېلابونو له امله ۹۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورنو د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .