په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رضاکارانو ټیم هم جوړ او فعال شو.

د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ادارې مرکزي پلاوی، چې د پېښو د مدیریت معلوماتي ملي سیستم (NDMIS) آمر او د رضاکارانو د پروګرام مسئول، سمیع‌الله حیات او د ارزونې آمر، ملا محمد ادریس پکې شامل وو، میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او د ولسوالیو او ښاري ناحیو څخه ټاکل شویو د رضاکارانو لپاره یې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې پر موخو او رول، د رضاکارانو د پروګرام پر اهمیت او د رضاکارانه فعالیتونو د تنظیم او پلي کولو پر څرنګوالي معلومات وړاندې شول. همدارنګه، د دې پروګرام طرزالعملونه او کاري لارښوونې ګډونوالو ته تشریح شوې.

په پای کې، رضاکاران د کاري ژمن‌لیک له لاسلیک وروسته د ادارې له لوري وستایل شول او هغه ډالۍ چې له مخکې په پام کې نیول شوې وې، هغوی ته ووېشل شوې. دغه پروګرام د روزنو پر دوام او د رضاکارانو د ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره پای ته ورسېد.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په قندهاري تپه علي کلي کې د زیانمن شوي سړک د بیارغونې د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خلکو د تګ راتګ ستونزو د حل په موخه د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د میدان. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .