په میدان وردګ ولایت کې ۸ زیانمنو کورنیو ته د کورونو ترمیم لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۵۲
123123

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC په مالي ملاتړ، ۸ کورنیو ته چې د یاد ولایت سیدآباد ولسوالۍ په تنګي دره سیمه کې یې د وروستیو سېلابونو له امله کورونه په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوې و، د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د هغوی زیانونو ته په کتو له ۱۲۵۰۰ نه تر ۵۱۵۰۰ افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.
د یاد ریاست مشر مولوي فیض الله جلالي له دغو کورنیو وغوښتل چې ترلاسه کړې پیسې یوازې د کورونو ترمیم او جوړولو لپاره مصرف کړي او ټینګار یې وکړ چې له همکارو موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې په ټولو ولسوالیو او د ولایت په لرې پرتو سیمو کې ورته پروژې ترسره کړي. 

نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پرمختیایي پروګرام (RRDPO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون (OMAR-QRT-02) ټیم، د ډنډ پټان ولسوالۍ د حسن‌خېل کلي څخه ۴ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سید احمد سیلاب خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د شینواري ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سختو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .