په هرات ولایت کې ۵۶۶ بېوزله او بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د پاملرنې موسسې سره په همکاري، ۵۶۶ بېوزله او بې سرپرسته کورنیو سره له سروې وروسته نغدي مرسته ترسره کړه، د یادونې وړ ده چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
