په هرات ولایت کې ۹۲۱ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

هرات- د لړم ۱۷مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۲.۵ کیلو نخود ووېشل شول.