په هرات ولایت کې ۹۳ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
هرات- د لیندۍ ۵مه-۱۴۰۱
د کورد اید موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۹۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته له ۳۸۹۸۰ نه تر ۴۹۲۱۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
