په هلمند ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د ایریا ماین پاکۍ موسسې QRT_11 چټک ځواب ویونکي تخنیکي ټیم د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یو عدد OG9 مرمۍ او ۴ عدده 82mmMorter مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه یووړې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې دې له اړونده مسولینو سره اړيکه ونیسي ترڅو د خنثی کولو لپاره یې اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
