په پکتیا ولایت کې2100 اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

پکتیا- د لړم 14مه-۱۴۰۱
د WFP په مالي ملاتړ، د AWCPO موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې 2100 اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶ کیلو دال او د مېندو او ماشومانو د تغذیې خواړه ووېشل شول.
