په کندهار ولایت کې له ۴۳۰ کیلوګرامو زیات ناچاوده توکي د ماین پاکۍ د ټیم لخوا خنثی شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست، د هلو ټرست نړیوالې مؤسسې د ماین پاکۍ د ټیم په ملاتړ، له هغو راپورونو وروسته چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه سیمه کې د چاودېدونکو توکو د شتون په اړه ترلاسه شوي وو، یاده سیمه وڅېړله او په پایله کې یې ۴۳۳.۴۶ کیلوګرامه بېلابېل ډولونه ناچاوده توکي کشف او راټول کړل.
دا ناچاوده توکي چې, ۲۶ دانې PG-7G موټور راکټ، ۲۰ دانې PG-۷ مرمۍ، ۸۲ میليمتري د ۶۵ ډول ۲ مرمۍ، ۲ دانې ۱۲۲ میليمتري د توپ مرمۍ او ۲ دانې ۱۰۰ میليمتري د ټانک مرمۍ, چې ټولټال ۱۳۸ واحده وو او د ۱۳۰۰ متره خوندي واټن په پام کې نیولو سره په بشپړه او خوندي توګه له منځه یووړل شول.
دا اقدام د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، په افغانستان کې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو پاکولو د دوامداره فعالیتونو یوه برخه ده.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره