په کندهار ولایت کې ۶۵۵ کړۍ ماینونه او ناچاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۲۰:۲۳
news image

د کندهار ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماين پاکۍ موسسو په همکارۍ، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې، په بریالیتوب سره ۶۵۵ کړۍ ماینونه او ناچاودېدونکي توکي، چې له جملې څخه یې ١٤ بشکه یي ماینونه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شتون درلود  کشف او خنثی کړي دي.
د دې تخنيکي عملياتو تر څنګ د دې ولایت په کچه د زيانمنونکو سيمو له ١١ زره او ۴۰۰ څخه د ډېرو اوسېدونکو لپاره د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په لاره اچول شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې دا اقدامات د ځایی اوسېدونکو د ژوند د ګواښونو د کمولو او د جنګونو څخه د احتمالي پاتې شویو ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د وګړو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره نیول شوي وو.

نېټه: ١٤٤٦/١١/٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ روغو شویو روږدو کسانو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام او د روږدو کسانو د پنډغالي آمریت سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۲۳ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته له سروې وروسته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .