په کونړ ولایت کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۳۶
تصویر خبر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد په څاګۍ سیمه کې د څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۷ متره په اوږدوالي د یو استنادي دیوال د جوړولو کار له بشپړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د کونړ ولایت مرستیال مولوي عبدالله حقاني په دې پروګرام کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو ستاینه وکړه او ویې وېل چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین تل د خلکو ستونزو ته رسېدنې لپاره هڅې کوي او په راتلونکې کې به هم دغه ډول پروژې پلي کړي. 
ورته مهال د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس قاري ثابت الله صدیقي ووېل چې، د دې سیمې خلک د بارانونو پر مهال د سېلابونو له ګواښ سره مخ وو، چې د دغه استنادي دیوال په جوړېدو سره لسګونه کورنۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شوې. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .