پکتيا ولايت سیدکرم ولسوالۍ کې د سیلاب اوبو له امله ۷ زیانمنو کورنیو سره مرسته او غمشریکي ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۳:۳۳
5

د پکتيا ولايت سید کرم ولسوالۍ اړوند کاریز کلي کې د سیلاب اوبو په وجه د یو کور دیوال نسکوریدو له امله چې په پایله کې ۶ تنه ماشومان شهیدان او ۱ تن ماشوم ټپي دی چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست لخوا د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نقدې افغانیو مرسته ترسره شوه.
د ذکر شوي پېښې قربانیانو ته د تسلیت او غمشريکی ویلو په موخه د پکتیا مرستیال والي تر مشری لاندې د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست ټول پرسونل او د بېړنیو حالاتو کنترول کمیسیون غړو اداراتو رئیس صاحبانو په ملتیا ذکر شوي سیمې ته سفر وکړ او د غمجنې کورنۍ فاتحه کې د ګډون سربېره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي افغانیو مرستې هم ترسره کړې.
په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ( اوړه، وريژې، لوبيا، چای، بوره، مالګه او غوړي) ، په غیر خوراکي توکو کې (کمپلې، ترپال، کورنۍ کیټ او د اوبو پلاستيکي سطلونه ) او په نغدي مرستو کې د هر شهید پر سر ۵۰۰۰۰ پنځوس زره نغدي افغانیو مرسته ترسره شوه.
د سفر او توکو د وېش پر مهال د پکتیا مرستیال والي محترم الحاج ډاکټر عبدالولي سهي سربېره د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس محترم شادیم خان هلال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محترم محمد دین مومند، د ژوند چاپېریال ساتنې رئیس محترم بهیر ګل صابري، د سیندیزې حوزې رئیس محترم محمد طاهر شفق، د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژی رئیس محترم عبدالله توتاخیل، د سیدکرم ولسوالی امنیه قوماندان محترم مامور حسن، د سیدکرم ولسوال محترم محمد شریف کلیوال او د زیانمنې کورنۍ نږدې خپلوانو او ملګرو ګډون درلود.
د زیانمنې کورنۍ مشر محترم سلیم خان ته د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس شادیم خان هلال لخوا د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستیال محترم امرالله صالح او پېښو ته درسیدو په چارو کې د دولت وزیر محترم غلام بهاوالدین جیلاني د خواشینۍ او غمشریکی مراتب هم وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ د شدیدو بارانونو اوسیلابونو له امله د پکتیا ولایت په نورو سیمو کې هم زیانونه اړولي چې د یو تن شهید سربېره چې هغه هم د سیدکرم ولسوالۍ اوسیدنکی دی په میرزکه، وزي ځدراڼ او مرکز ګردیز کې ۱۴ څوارلس د استوګنې کورونه په بشپړ ډول زیانمن کړيدي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د یوې لویې ډبرې وېجاړولو د پروژې کار ۶۰ سلنه کاري پرمختګ کړی

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو چې د خلکو ژوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل شو

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د هېوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د خونديتوب په موخه، د ولي محمد شهید ولسوالۍ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۳ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۱۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې، تر سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .