پکتيا ولايت سیدکرم ولسوالۍ کې د سیلاب اوبو له امله ۷ زیانمنو کورنیو سره مرسته او غمشریکي ترسره شوه

rahyab
Wed, Aug 12 2020 1:33 PM
5

د پکتيا ولايت سید کرم ولسوالۍ اړوند کاریز کلي کې د سیلاب اوبو په وجه د یو کور دیوال نسکوریدو له امله چې په پایله کې ۶ تنه ماشومان شهیدان او ۱ تن ماشوم ټپي دی چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست لخوا د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نقدې افغانیو مرسته ترسره شوه.
د ذکر شوي پېښې قربانیانو ته د تسلیت او غمشريکی ویلو په موخه د پکتیا مرستیال والي تر مشری لاندې د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست ټول پرسونل او د بېړنیو حالاتو کنترول کمیسیون غړو اداراتو رئیس صاحبانو په ملتیا ذکر شوي سیمې ته سفر وکړ او د غمجنې کورنۍ فاتحه کې د ګډون سربېره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي افغانیو مرستې هم ترسره کړې.
په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ( اوړه، وريژې، لوبيا، چای، بوره، مالګه او غوړي) ، په غیر خوراکي توکو کې (کمپلې، ترپال، کورنۍ کیټ او د اوبو پلاستيکي سطلونه ) او په نغدي مرستو کې د هر شهید پر سر ۵۰۰۰۰ پنځوس زره نغدي افغانیو مرسته ترسره شوه.
د سفر او توکو د وېش پر مهال د پکتیا مرستیال والي محترم الحاج ډاکټر عبدالولي سهي سربېره د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس محترم شادیم خان هلال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محترم محمد دین مومند، د ژوند چاپېریال ساتنې رئیس محترم بهیر ګل صابري، د سیندیزې حوزې رئیس محترم محمد طاهر شفق، د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژی رئیس محترم عبدالله توتاخیل، د سیدکرم ولسوالی امنیه قوماندان محترم مامور حسن، د سیدکرم ولسوال محترم محمد شریف کلیوال او د زیانمنې کورنۍ نږدې خپلوانو او ملګرو ګډون درلود.
د زیانمنې کورنۍ مشر محترم سلیم خان ته د پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس شادیم خان هلال لخوا د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستیال محترم امرالله صالح او پېښو ته درسیدو په چارو کې د دولت وزیر محترم غلام بهاوالدین جیلاني د خواشینۍ او غمشریکی مراتب هم وړاندې شول.
د يادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ د شدیدو بارانونو اوسیلابونو له امله د پکتیا ولایت په نورو سیمو کې هم زیانونه اړولي چې د یو تن شهید سربېره چې هغه هم د سیدکرم ولسوالۍ اوسیدنکی دی په میرزکه، وزي ځدراڼ او مرکز ګردیز کې ۱۴ څوارلس د استوګنې کورونه په بشپړ ډول زیانمن کړيدي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .