۳ میلیونه، ۶۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ ۵۸ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره په کندهار ولایت کې ووېشل شوې

کندهار- د ربیع الاول ۱۸-۱۴۴۶
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامک ریلیف موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت ارغستان ولسوالۍ اړوند ۵۸ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوې و، له سروې وروسته د دویم او درېیم قسط په ترڅ کې ۳ میلیونه، ۶۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ د کورونو د ترمیم لپاره ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د نغدو پیسو د وېش په لړۍ کې، هرې کورنۍ د کټګوري له مخې له ۱۰۹۰۰ نه تر ۷۸۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.