۴۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو په بغلان ولایت کې نغدي مرسته ترلاسه کړه

بغلان-۱۸ ربیعالاول ۱۴۴۶
اسلامیک ریلیف موسسې د بغلان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د بغلان مرکزي ولسوالۍ ۴۴۲ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، نغدي مرسته وویشله.
دغه بهیر د یادې ولسوالۍ د هیئت په حضور کې پیل شو او هرې کورنۍ ته ۱۹۴۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
د دې مرستې ترلاسه کوونکو د بغلان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو څخه یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.