بلخ ته د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سفر؛ زر کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
بلخ – د حمل۳مه -۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، د پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د بلخ ولایت وضعیت څېړلو او د پېښو مدیریت په پار یاد ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د پېښو سره مبارزې ریاست د ستونزو او ننګونو څېړلو ترڅنګ، د یاد ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند زر بېوزله او زیانمن شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.
ښاغلي مسلم په دې پروګرام کې چې د دولت آباد ولسوال او د مزار شریف پېښو پر وړاندې چمتووالي رییس هم شتون درلود وویل چې د دغو مرستو د وېش لړۍ به په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي او په ټولو ولایتونو کې به له هیڅ ډول تبعیض پرته په شفافه توګه زیانمن شویو ته د رسېدنې په پار ترسره شي.


