د  زابل والي د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت له پلاوي سره وکتل•

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۳:۵۴
تصویر خبر

زابل – 22/ 11/ 1402
د زابل ولايت والي الحاج مولوي حزب الله افغان نن په خپل کاري دفتر کې د ا.ا.ا د طبعي پیښو سره د مبارزې وزارت اړوند له راغلي پلاوي سره وکتل،
له مرکز څخه راغلي پلاوي  چې مشري یې مولوي احمد‌ شاه ذهین پر غاړه درلوده او قاري احمد شا مشال، روح الله سديد او فريدالله متوکل یې ملتیا کوله لومړی ښاغلي ذهین د خپل سفر اړوند معلومات له محترم افغان سره شريک کړل ښاغلي ذهين وويل؛ غواړي د اسکان موقت کمېټې سره وګوري  او هغوي چې کوم  فعالیتونه تر سره کړي اوکومې  لاسته راوړنې د راستنېدونکو کډوالو لپاره لري • له نژدې وڅاري اوګزارش له ځان سره مرکز ته يوسي 
ښاغلي افغان د مننې ترڅنګ وويل چې په زابل‌ ولايت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره هيڅ کومه ستونزه تردا وخته  شتون نه لري • همدارنګه ښاغلي افغان د دوی په راتګ زابل ته د خوښي په څرګندولو سره د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د نیمروز ولایت والي په پل ابریشم کې د را ایستل شویو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

نن د چهارشنبې په مازدیګر، د نیمروز ولایت والي، مولوي شیخ محمد قاسم، په پل ابریشم صفري نقطه کې د هغو کډوالو لپاره له جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه، چې په اجباري توګه له ایران څخه را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۱۸
Background image

په هرات ولایت کې د نویو راستنېدونکو کډوالو لپاره لیږد او رسېدنه ترسره شوه

 نویو کډوالو ته د رسېدنې د لړۍپه دوام او د ملي او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر بنسټ، د افغانستان له ماشومانو د ساتنې دفتر (CACO) د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د زیانمنو سیمو د پاک کارۍ چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د چک ولسوالۍ د بېکسمند حوزې په سیمه کې ۳۵ کیلومتره سړک، سربندونه، ویالې او کاریزونه چې څه موده وړاندې د ویجاړوونکو سېلابونو له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .