د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې کار» پروګرام تر چتر لاندې د اوبو ویالې د پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې او عملاً یې پیل کړې.
د دغې پروژې عملي چارې د قومي مشرانو، سیمهییزو مخورو، ځايي مسئولینو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې په رسمآ پیل شوې. د پروژې موخه د اوبو ویالې پاکول، د اوبو د جریان او لېږد بهیر ښه کول، د اوبو د لارو د بندېدو مخنیوی، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول او همدارنګه د سیمې اوسېدونکو ته د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده چې د اوبو د ویالې ټولیز اوږدوالی ۲۶۷۰ متره دی او د پروژې د پلي کېدو پر مهال به په ټولیز ډول ۴۹۲۷ متر مکعبه د کیندنې او پاکولو چارې ترسره شي. د دې پروژې پلي کېدل به د اوبو د مدیریت په ښه والي، د کرنیزو ځمکو په ساتنه، د سېلابونو له امله د زیانونو په کمولو او د سیمهییزو بنسټیزو تأسیساتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د خم شاهزاده سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پاملرنې او همکاریو څخه یې خوښي څرګنده کړې ده. هغوی ټینګار وکړ چې د ورته پروژو پلي کېدل د اقتصادي وضعیت په ښه والي، د کرنیزو ځمکو په ساتنه او د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو کې اغېزناک دي او غوښتنه یې وکړه چې په نورو زیانمنو سیمو کې هم ورته پروژې دوام ومومي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
