د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۹۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګرې نړیوالو مرستو (HIA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د غورماچ ولسوالۍ اړوند ۲۱۹۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه سربېره پر دې ۱۶۲۴ هغو کورنیو ته چې پکې له دوو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو شتون درلود ۱.۵ کیلو پلمپي هم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
